د سالنګونو لویې لارې د ساتنې رئیس حاجي فضلالربي، د اطفایې له عمومي رئیس حافظ نورالله انصار سره په کتنه کې، د شمالي او جنوبي سالنګونو په برخو کې د جلا اطفایوي خدمتونو پر فعالولو خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت هم په دواړو برخو کې د جلا اطفایوي خدمتونو اړتیا منلې او د اطفایې عمومي ریاست ته یې دنده سپارلې ده، چې د ځانګړو اطفایوي وسایطو تر برابرېدو پورې، په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د اطفایې موټرې او کارکوونکي ځای پر ځای کړي.
د دې پرېکړې موخه دا ده، چې د پېښو پر مهال زیانمنو کسانو ته پر وخت اطفایوي خدمتونه وړاندې شي او د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کچه لوړه شي.
سالنګونه #اطفاییه #کورنیو_چارو_وزارت #لویه_لار #بیړني_خدمتونه #افغانستان
