د عدلیې وزارت وایي، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲۲ جریبه ځمکه دولتي ملکیت اعلان کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ځمکه د پغمان ولسوالۍ د ارغندي سفلی په سیمه کې موقعیت لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تر دې وړاندې هم د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون یاده ځمکه دولتي ملکیت بللې وه.
د عدلیې وزارت په وینا، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اړوندو اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته، د یادې ځمکې په اړه پرېکړه کړې او دولتي ملکیت یې اعلان کړی دی.
د غصب شویو ځمکو د قضیو څېړنه او د دولتي ځمکو د ملکیت تثبیت د هغو اقداماتو له ډلې دي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د دولتي ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.
#کابل #عدلیې_وزارت #دولتي_ځمکې #د_ځمکو_غصب #پغمان #ارغندي_سفلی #دولتي_ملکیت
