د پاکستان د بلوچستان ایالت د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر لاره نامعلومو وسله‌والو لږ تر لږه ۲۰ تنه پاکستاني پولیس تښتولي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا، تښتول شوي پولیس پرون له کلات څخه نوشکي ته د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو، چې د ګورګینې په نوم غرنۍ سیمه کې وسله‌والو د هغوی موټر درولی او پولیس یې له ځان سره بیولي دي.

د راپورونو له مخې، وسله‌والو د پېښې پر مهال د موټر چلوونکی او څو نور مسافر خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د تښتول شویو پولیسو د موندلو او راخوشې کولو هڅې پیل کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی او د تښتول شویو پولیسو د برخلیک په اړه هم نور معلومات نه دي خپاره شوي.

#پاکستان #بلوچستان #کلات #مستونګ #پولیس #تښتونه #امنیتي_پېښې

Share.