د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د روان کال په اوږدو کې د دې ولایت د لیمو بڼونو د پراختیا او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح‌الدین واحدي، وايي چې د یو شمېر مؤسسو په همکارۍ یې د نویو لیمو بڼونو د جوړولو او د شته بڼونو د پراختیا په برخه کې کار کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه هڅې د لیمو د بڼونو د پراختیا او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.

په همدې حال کې، د کندز یو اوسېدونکی جمال‌الدین هم د لیمو بڼونو د پراختیا هرکلی کوي او وايي، د کندز تاجکي لیمو ځانګړی شهرت لري او ګڼ مینه‌وال لري.

#کندز #کرنه #د_لیمو_بڼونه #کرنیز_حاصلات #بڼوالي #افغانستان

Share.