د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت د تازه مېوو، په ځانګړي ډول د هندواڼو، صادرات قزاقستان ته د پام وړ زیات شوي دي. د یاد ریاست په وینا، د صادراتو ډېروالی د کورنیو کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار د پراختیا او د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي لامل شوی دی. مسؤلین زیاتوي چې هڅې روانې دي څو د افغانستان کرنیز محصولات نورو نړیوالو بازارونو ته هم لار ومومي.

#کندز #تازه_مېوې #هندواڼه #صادرات #قزاقستان #کرنه #افغانستان

Share.