د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.

د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوه‌یمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځه‌شپېتم او شپږ‌نوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.

د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.

آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.

Share.