په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د ۲۸.۷ کیلومتره فرعي ګاز نللیکې مسیر او حریم، همدارنګه د ګاز د وېش د شپږو شبکو موقعیتونه د تخنیکي غونډو او ساحوي ارزونو له لارې تثبیت شوي دي.
د امارتي شرکتونو ویاند محمدنبي بهار وایي، دغه فرعي نللیکه به د زندهجان ولسوالۍ له سیمې څخه د هرات اوسنیو او نویو صنعتي پارکونو، استوګنیزو سیمو او د سياېنجي ګاز تولید تاسیساتو ته طبیعي ګاز ولېږدوي.
د نوموړي په وینا، د دغې نللیکې په جوړېدو سره به د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري پلان شوي ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښناکوټ ته هم د ګاز رسولو زمینه برابره شي، چې د برېښنا د تولید په برخه کې به د یادې پروژې لپاره مهمه اسانتیا وي.
بهار زیاتوي، چې د نللیکې د مسیر او حریم د تثبیت په موخه تخنیکي ارزونې ترسره شوې دي، څو د دې نللیکې مسیر له موجوده تاسیساتو او راتلونکو پراختیايي پروژو سره تداخل ونه لري.
هرات #ټاپي_پروژه #طبیعي_ګاز #انرژي #صنعتي_پارکونه #برېښنا #افغانستان
