په کندز ولایت کې د «حاصل» کوچنیو پورونو مؤسسې له لوري د «سلم» مالي تمویل پروګرام پیل شو. د یادې مؤسسې مسؤولین وایي، د روان کال په ترڅ کې به د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو ته مالي ملاتړ برابر شي. د دې پروګرام له مخې به مستحقو کسانو ته نغدي تمویل ورکول کېږي او د حاصلاتو د راټولولو پر مهال به یې کرنیز محصولات هم اخیستل کېږي. د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولینو دا پروګرام د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم ګام بللی دی.
#کندز #کرنه #کروندګر #مالداري #بڼوالي #مالي_تمویل #سلم_پروګرام #اقتصادي_پرمختګ #افغانستان
