د کندز والي مولوي نصرالله مطیع په خپل کاري دفتر کې د دورې سر عمري چوک ترڅنګ له مېشتو مهاجرینو د مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د مهاجرینو مشرانو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له کندز والي سره شریکې کړې.

دوی له والي څخه وغوښتل چې د دورې سر عمري چوک ترڅنګ مېشت مهاجرین د عسقلان سیمې د مهاجرینو ښارګوټي ته انتقال شي او هلته ورته د استوګنې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي.

د مهاجرینو مشرانو همداراز د مناسب استوګنځي، لومړنیو خدماتو او نورو اړتیاوو په برخه کې د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د دوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د مهاجرینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

ښاغلي مطیع همداراز وویل، چې د عسقلان سیمې د مهاجرینو ښارګوټي ته به سفر وکړي او هلته به د مهاجرینو د استوګنې وضعیت، شته اسانتیاوې او اړتیاوې له نږدې وارزوي، څو د ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.

#کندز #مهاجرین #نصرالله_مطیع #عسقلان #عمري_چوک #مهاجرینو_ښارګوټی #ولایت_مقام

Share.