د هرات ولایت مقام نن شنبه پر اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې فابریکې د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، وارداتو ته د هېواد د اړتیا کمول او بازار ته د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو وړاندې کول دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه فابریکه د نړیوالو معیارونو او سټنډرډونو سره سم د المونیمي ویلونو د تولید په موخه جوړه شوې او ټاکل شوې د لوړ کیفیت، پیاوړتیا او منل شویو تخنیکي ځانګړتیاوو لرونکي محصولات بازار ته وړاندې کړي.
#هرات #صنعتي_پانګونه #۱۰_میلیونه_ډالره #المونیمي_ویلونه #تولیدي_فابریکه #کورني_تولیدات #صنعت #اقتصادي_وده #د_وارداتو_کمښت #افغانستان #صنعتي_پراختیا
