په امام صاحب کې اورلګېدنه مهار شوې او د ۱۵ میلیونه افغانیو مالونه وژغورل شول

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په لیلامي فروشي سرای کې د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې اورلګېدنه د اطفایې او امنیتي ځواکونو په همکارۍ مهار شوې ده.

د کندز امنیه قوماندانی مطبوعاتي دفتر وایي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو شاوخوا ۴ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی او د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي له اور څخه ژغورل شوي دي.

#کندز#امام صاحب#اورلگیدنه#تاوان#برق شارکتي#مهار

Share.