تېره ورځ د کندز والي مولوي نصرالله مطیع په مشرۍ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، کرنې، کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد ریاستونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو پر وړاندې د شته ستونزو او اړتیاوو ترڅنګ، د سړکونو د ترمیم، کلیوالي خدمتونو، کرنې، حرفوي زدهکړو او د کارموندنې په برخو کې پر شته وضعیت او د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.
د ناستې پر مهال د اړوندو ادارو مسؤلینو د خپلو ادارو د فعالیتونو، د ولسونو د اړتیاوو او هغو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د خلکو د ژوند پر وضعیت یې اغېز کړی دی.
د کندز والي مولوي نصرالله مطیع مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسونو اساسي ستونزې او اړتیاوې په دقیق ډول مشخصې او راټولې کړي، څو د اړتیا وړ موضوعات له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو سره شریک او د حل لپاره یې د همکارۍ زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اړوندې ادارې باید د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا پیاوړی کړي. همداراز، د بېرته راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل، د هغوی د ملاتړ او د ټولنیزو او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلل شوه.
#کندز #کندزولایت #مولوي_نصرالله_مطیع #بېرته_راستنېدونکي #مهاجرین #کلیوالي_پراختیا #کرنه #حرفوي_زده_کړې #کارموندنه #سړکونه
