د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، د آمو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو او د زمرد سای بلاک د FPF پروسس مرکز د جوړولو په تړاو یې د تاتارستان له TNG کمپنۍ سره دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغو تړونونو له مخې، د آمو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو لپاره شاوخوا ۲.۸ میلیون امریکايي ډالره لګښت کېږي او د تړون موده یې یو کال ده.
د زمرد سای بلاک د پروسس مرکز Flexible Production Facilityیا FPF د جوړولو لومړنی پړاو به پر ۱۱ میلیون امریکايي ډالرو لګښت په اته میاشتو کې بشپړ شي او له جوړېدا وروسته به دغه مرکز هره ورځ د ۲ زره ټنو نفتو د پروسس ظرفیت ولري.
دغه راز د زمرد سای بلاک د FPF د لومړني پړاو د ډیزاین، نصب او اړوند چارو لګښت ۱۱ میلیون امریکايي ډالر اټکل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت لهخوا ورکول کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، د هېواد د نفتي سرچینو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د معیاري او مسلکي شرکتونو فعالیت د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دی.
نوموړي ویلي؛وزارت هڅه کوي طبیعي سرچینې پرمسلکي، شفاف او اغېزمن ډول مدیریت او استخراج کړي، چې د هېواد عواید زیات او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د وزارت د څرګندونو له مخې، د آمو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د تړون له پلي کېدا سره به د دغې حوزې د نفتو د استخراج کچه لوړه او په نورو اړوند برخو کې به هم چارې پیاوړې شي.
ویل کیږي، چې دا دواړه تړونونه د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د TNG تاتارستاني کمپنۍ د رییس ترمنځ د وزارت په کاري دفتر کې لاسلیک شوي دي.
#کانونهاوپټرولیم #TNG #تاتارستان #آمودریا #نفتيسرچینې #تېل #زمردسای #افغانستان #اقتصاديپراختیا
