د کندز ولایت په علياباد ولسوالۍ کې د دوو میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بېلابېلو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو شمېر اسانتیاوې رامنځته شي او د هغوی د اړتیاوو په برخه کې به مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
مسؤولان وایي، د یادو پروژو چارې به د ټاکل شوي پلان له مخې ترسره شي او هڅه کېږي چې په ټاکلي وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د علياباد ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو پراختیايي پروژو د پیل هرکلی کوي او وایي، په سیمه کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو پلي کېدو ته اړتیا ده.
#کندز #علي_اباد #پراختیايي_پروژې #پراختیا #افغانستان
