د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان د سړکونو د ټولې شبکې اوږدوالی تثبیت کړی، چې د موندنو له مخې د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی له ۲۴۵ زره کیلومترو څخه ډېر دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره سړکونه پاخه دي او له ۲۲۶ زره کیلومترو څخه ډېر نور سړکونه خامه دي.

اداره زیاتوي، د ارزونې له مخې کابل د ۴ زره او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي سره د هېواد په کچه تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان د ۱۲ کیلومترو په لرلو سره تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري.

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې په وینا، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه کلیوالي وګړي د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.

د ادارې په خبره، د سړکونو د ټولې شبکې د اوږدوالي تثبیت به د هېواد د ترانسپورټي وضعیت د روښانه کولو، د زیربناوو د ارزونې او د راتلونکو پراختیايي پلانونو لپاره د کره معلوماتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

#احصایه_او_معلومات #افغانستان #سړکونه #ترانسپورت #پراختیا #کابل #نورستان

Share.