د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست، د نوین ټولنیزې او پراختیايي مؤسسې په مالي ملاتړ، په کندز ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د ترسره شوې سروې پر بنسټ ۱۷۰ هغه سېلاب‌ځپلې او مستحقې کورنۍ په نښه شوې چې د مرستو اړتیا یې لرله او هرې کورنۍ ته خوراکي توکي ورکړل شول.

په وېشل شویو مرستو کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، نخود، بوره، مالګه او بسکټ شامل وو.

مسوولان وایي، د دغو مرستو د وېش موخه له سېلابونو زیانمنو شویو کورنیو سره په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې مرسته او د هغوی د لومړنیو خوراکي اړتیاوو پوره کول دي.

له بلې خوا، مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو له برابرولو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره دې د خوراکي توکو ترڅنګ په نورو برخو کې هم مرستې دوام ومومي.

#کندز #سېلاب‌ځپلي #خوراکي‌مرستې #بشري‌مرستې #بیړنۍ‌مرستې #نوین‌ټولنیزه‌او‌پراختیايي‌مؤسسه

Share.