د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته د خپل سفر پر مهال د ګجرات ایالت له هغو فابریکو لیدنه کړې، چې طبي تجهیزات، خوراکي توکي او د طبي محصولاتو خام مواد تولیدوي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، حمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د دغو فابریکو د تولیدي بهیر، د محصولاتو د کیفیت، د طبي تجهیزاتو د جوړولو او د طبي محصولاتو د خامو موادو د برابرولو له برخو څخه لیدنه کړې ده.

په دې لیدنو کې د طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او د طبي محصولاتو د خامو موادو د تولید او برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندو برخو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د وزارت په وینا، دغه سفر او لیدنې د دې لپاره ترسره شوې دي چې د روغتیايي او طبي محصولاتو په برخه کې د تولید، کیفیت او همکاریو د پراختیا امکانات وڅېړل شي.

#عامې_روغتیا #حمدالله_زاهد #هند #ګجرات #طبي_تجهیزات #خوراکي_توکي #درمل #روغتیايي_همکاري

Share.