د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې نجلۍ د ورکولو هغه هوکړه، چې د یوې شخړې د حل په بدل کې شوې وه، د دواړو لوریو په رضایت لغوه شوه.
دغه وزارت ویلي، چې د یادې موضوع د څېړنې پر مهال د نجلۍ پر کرامت، حقونو او خوښې ټینګار شوی او کورنۍ له نوموړې سره د هر ډول فشار او جبر له اعمالولو منع شوې دي.
د وزارت په وینا، موضوع له اړوندو لوریو سره تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوې او هڅه شوې چې د شخړې د حل لپاره داسې لاره غوره شي چې د نجلۍ حقونه او انساني کرامت پکې خوندي وي.
وزارت ټینګار کړی چې د کورنیو ترمنځ د شخړو د حل پر مهال باید د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې نه شي او هېڅوک باید د واده یا د ژوند د مهمو پرېکړو په برخه کې د فشار او جبر سره مخ نه شي.
#بغلان #دوشي #امر_بالمعروف #د_نجونو_حقونه #د_ښځو_حقونه #شخړه #افغانستان
