د کندز ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا مسئولان وايي، د ښار د څلورمې ناحیې په یو شمېر دوکانونو کې د ترسره شوې څارنې پر مهال شاوخوا ۱۵۰ کیلوګرامه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي موندل شوي او راټول او ضبط شوي دي.

د مسئولانو په وینا، دغه څارنه د دې لپاره ترسره شوې چې په بازارونو کې د خوراکي توکو کیفیت وڅارل شي او له پلورنځیو څخه د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته توکو د پلور مخنیوی وشي.

مسئولان ټینګار کوي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د صنفونو، دوکانونو او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه څارنه په دوامداره توګه ترسره کېږي او له سرغړونکو سره به د اصولو له مخې چلند وشي.

د کندز ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا مسئولانو له ښاریانو هم غوښتي، چې د تاریخ‌تېرو، خرابو او یا بې‌کیفیته خوراکي توکو د لیدلو په صورت کې موضوع له اړوند مدیریت سره شریکه کړي، څو د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

#کندز #کندز_ښاروالۍ #چاپېریالي_روغتیا #خوراکي_توکي #تاریخ_تېر_توکي #بې_کیفیته_خوراکي_توکي #څارنه #بازار #د_خلکو_روغتیا

Share.