د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د دې ولایت له مرکزي دارالایتام څخه د لیدنې پر مهال د یتیمانو وضعیت، اړتیاوې او د هغوی د روزنې او زدهکړې بهیر له نږدې وکوت.
د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، ښاغلي مطیع د دارالایتام له مسؤلینو او استادانو سره په لیدنه کې د یتیمانو د ښې پالنې، سالمې روزنې او زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د یتیمانو د ښه راتلونکي لپاره باید د هغوی د زدهکړو او روزنې ترڅنګ، د ژوند اړتیاوو ته هم پاملرنه وشي.
د کندز والي د دارالایتام مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د یتیمانو د اړتیاوو د حل او د هغوی د وضعیت د لا ښه والي په برخه کې به لازمې همکارۍ ترسره شي.
په همدې موخه، د کندز ولایت مقام له لوري له مرکزي دارالایتام سره د ملاتړ په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه.
#کندز #دارالایتام #یتیمان #نصرالله_مطیع #زدهکړه #روزنه #مرستې
