د کندز ولایت د عليآباد ولسوالۍ په حاجي حفیظالله کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسیف په مالي ملاتړ پلې شوې ده.
د یادې شبکې په بشپړېدو سره د حاجي حفیظالله کلي شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی، چې ورسره د سیمې د اوسېدونکو د اوبو د کمښت یوه برخه ستونزه هواره شوې ده.
د پروژې په چوکاټ کې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه جوړول، د ۲۰ متره مکعبه ظرفیت لرونکي ارتفاعي اوبو زېرمتون جوړول، د شاوخوا ۵ کیلومتره پایپغځونې، د ۱۹۰ شیردهنونو نصب او د ۸ سولري تختو جوړول او نښلول شامل دي.
مسوولین وايي، د دغې شبکې له لارې به د سیمې اوسېدونکي په منظم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او د اوبو د برابرولو په برخه کې به یې ستونزې تر یوه حده راکمې شي.
#کندز #عليآباد #اوبه_رسونه #سولري_شبکه #پاکې_اوبه #یونیسیف #بیارغونه #پراختیا #افغانستان
