د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې اعلان کړی چې په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد د کرنیزو ځمکو ټولیزه کچه له ۳ میلیونه هکټاره اوښتې، چې د تېر کال په پرتله ۱۰.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۲.۱ میلیونه هکټاره خړوبې (اوبیزې) او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکې دي. د اوبیزو ځمکو کچه ۳ سلنه او د للمي ځمکو کچه ۳۳ سلنه لوړه شوې، چې لامل یې پر وخت ورښتونه او مناسب اقلیمي شرایط بلل شوي دي.

د شمېرو له مخې، هلمند ولایت شاوخوا ۲۶۲ زره هکټاره اوبیزې کرنیزې ځمکې لري او په دې برخه کې لومړی ځای لري، په داسې حال کې چې تخار ولایت له نږدې ۱۵۷ زره هکټاره للمي ځمکو سره د هېواد په کچه مخکښ ولایت ګڼل شوی.

#کرنه #افغانستان #احصائیه #کرنیزې_ځمکې #هلمند #تخار #اقتصاد

Share.