په لبنان کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه اسراییلي سرتېري ټپیان شوي، چې د یوه وضعیت یې نازک ښوول شوی دی.
اسراییلي رسنیو نن یکشنبه راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د لبنان په سویل کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي فعالیتونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د اسراییلو دفاعي ځواکونه وايي، دواړه ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او د پېښې په اړه د هغوی کورنیو ته خبر ورکړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پېښې څرنګوالی لا په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی او د لاسي بم د چاودنې په اړه د نورو جزیاتو د څرګندېدو تمه کېږي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، د اسراییلي سرچینو د معلوماتو له مخې، یو زر او ۳۱۸ اسراییلي سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
#لبنان #اسراییل #اسراییلي_سرتېري #چاودنه #حماس #جګړه #منځنی_ختیځ
