د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې نېټې پورې ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۵۵ زره افغانان له پاکستانه په جبري توګه اېستل شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د روان کال له پیل څخه تر دې نېټې پورې تر ۲۰۰ زرو ډېرو راستنېدونکو افغانانو د ملګرو ملتونو له لوري نغدي مرستې ترلاسه کړې دي. دغه مرستې د راستنېدونکو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورکړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام لري او زرګونه افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.
یادې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې هم شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو.
د کډوالو د راستنېدو له زیاتېدو سره، د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستندویه ادارو له لوري د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې هم ترسره کېږي.

#افغانستان #پاکستان #افغان_کډوال #کډوال #راستنېدونکي #ملګري_ملتونه #UNHCR #کډوالو_عالي_کمېشنري

Share.