د کندز ولایت په امام‌صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې په پایلوبه کې د عبدالله ذاخېلوال لوبډلې د قاري حبیب لوبډلې ته ۳–۲ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی و او لوبډلو د اتلولۍ د ګټلو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو په پایلوبه کې د عبدالله ذاخېلوال لوبډلې د قاري حبیب لوبډلې پر وړاندې په ۳–۲ پایلې بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې ترلاسه کړه.

د مسؤولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول، د ځوانانو ترمنځ د ورزش دودول او هغوی ته د سالمې تفریح زمینه برابرول دي.

#کندز #امام_صاحب #والیبال #ورزش #ورزشکاران #سیالۍ #سالمه_تفریح

Share.