د کندز ولایت په قلعه‌زال او امام صاحب ولسوالیو کې د غېږنیونې او وزلوبې سیالۍ، او د کندز ښار په کچه د سنوکر خزاني سیالۍ د لسګونو ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

د مسؤلینو په وینا، په دغو سیالیو کې سلګونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې موخه یې د دودیزو او ملي ورزشونو وده، د ځوانانو هڅونه، د ورزشي استعدادونو پېژندل او د سالمې تفریح برابرول وو.

دغه راز، د سنوکر خزاني سیالیو په پایله کې جلال‌الدین حسيني او ساجد د الف او ب ګروپونو اتلان شول.

#کندز #قلعه‌ذال #امام_صاحب #ورزشي_سیالۍ #غېږنیونه #وزلوبه #سنوکر #دودیز_ورزشونه #ملي_ورزشونه #ورزشکاران #ځوانان #ورزش #افغانستان

Share.