د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په هانګ‌کانګ کې د شپږیزو کرکټ سیالیو په پایلوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن (یکشنبه) له غرمې مخکې ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په زړه‌پورې لوبې سره سیالې لوبډلې ته د څلورو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

افغان لوبډلې تر پایلوبې وړاندې د سویلي افریقا، عمان او سکاټلنډ لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د هانګ‌کانګ د شپږیزو کرکټ سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هانګ‌کانګ په کوربه‌توب ترسره شوې.

#افغانستان #کرکټ #هانګ_کانګ #اتلولي #افغان_ملي_لوبډله #سپورټ

Share.