د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د کندز مرکز او نهو ولسوالیو د غېږنیونکو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې، چې موخه یې د دغه دودیز ورزش پراختیا او د لوبغاړو د وړتیاوو لوړول بلل شوي دي.
د غېږنیونې فدراسیون مسؤلین وايي، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غېږنیونې ورزش ته وده ورکول، د لوبغاړو د وړتیاوو لوړول او خلکو ته د سالمې تفریح برابرول دي.
بلخوا، د سیالیو ګډونوال او نندارچیان د ورته ورزشي پروګرامونو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې د غېږنیونې او نورو دودیزو ورزشونو د ودې لپاره دې دا ډول سیالۍ دوام ومومي.
#کندز #چهاردره #غېږنیونه #ورزش #ورزشي_سیالۍ #دودیز_ورزش
