د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي دي.

د کندز امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۲۶۳ کیلوګرامه تریاک او دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي دي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

#کندز #دشت_ارچي #نشه‌يي_توکي #د_تریاکو_قاچاق #امنیتي_ځواکونه #بادغیس

Share.