د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند ځواکونو په چهاردرې او علي‌اباد ولسوالیو کې د دوو کشفي راپورونو پر بنسټ، پنځه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د خاکسار په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۴۰۱ کیلوګرامه تریاک هم ترلاسه شوي، چې غوښتل یې له بدخشان څخه یې نورو ولایتونو ته قاچاق کړي.

نوموړی زیاتوي، نیول شوي کسان د هلمند ولایت اوسېدونکي دي او له لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

#کندز #نشه_یي_توکي #د_تریاکو_قاچاق #چهاردره #علي_اباد #امنیت #افغانستان

Share.