مولوي عنایت‌الله کامل، د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، د امنیتي ځواکونو د شپه او ورځ هڅو او د خلکو د همکارۍ په پایله کې په دې ولسوالۍ کې امنیت ټینګ دی.

نوموړی زیاتوي، د امنیتي ځواکونو دوامداره هڅو او د ولسونو همکارۍ د دې زمینه برابره کړې چې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي او د خپل ځان او مال د خوندیتوب په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري.

#کندز #دشت_ارچي #امنیت #امنیتي_ځواکونه #د_خلکو_همکاري #افغانستان

Share.