په کندز ولایت کې د دوو تېرپارکونو د جوړولو چارې روانې دي چې د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

له دغو پروژو څخه یوه د کندز په چهاردرې ولسوالۍ او بله یې د کندز په دشت ابدان سیمه کې د جوړېدو په حال کې ده.

د معلوماتو له مخې، د دواړو پروژو ټولیز لګښت ۲۹ میلیونه افغانۍ دی او تمه ده چې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ او موټرو د تم کېدو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

#کندز #تېرپارک #پراختیا #ترانسپورټ

Share.