د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او مل پلاوي یې په بلاروس کې د زړه له یوه تخصصي مرکز او یوه مرکزي پوليکلینیک څخه لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغو لیدنو موخه د زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې، جراحي خدمتونو او عصري طبي تجهیزاتو په برخو کې د بلاروس له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.
د وزارت په خبره، افغان پلاوي د تخصصي روغتیايي خدمتونو د تنظیم، د متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي دي.
دغه راز، پلاوي د افغانستان د جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو لپاره د معیاري پوليکلینیکي خدمتونو او جوړښتونو په برخه کې د بلاروس د تجربو د کارولو په اړه خبرې کړې دي.
#افغانستان #بلاروس #عامې_روغتیا #روغتیايي_خدمتونه #زړه_ناروغۍ #طبي_تجهیزات #روغتیا
