د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري، د نړیوال سره صلیب په مالي ملاتړ، د کندز مرکز اړوند په بوزقندهاري او ګله‌ګاو کلیو کې د پیسو په بدل کې د کار دوه پروژې بشپړې شوې دي.

د دغو پروژو په ترڅ کې ۲۱۳ تنه عادي او مسلکي کارګر د یوې میاشتې لپاره پر دندو بوخت شوي او څه باندې ۱۱ کیلومتره کانالونه پاک او بیارغول شوي دي.

د پروژو د کارګرو د ترسره شوي کار په بدل کې درې میلیونه او ۴۲۰ زره افغانۍ مزد هم وېشل شوی دی. د دواړو پروژو ټولیز لګښت ۵ میلیونه، ۹۵۲ زره او ۲۳۹ افغانۍ ښودل شوی دی.

مسوولین وايي، یادې پروژې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ، د اوبو لګولو او بنسټیزو تاسیساتو په ښه والي کې هم اغېزمنې دي.

#کندز #افغاني_سره_میاشت #سره_صلیب #کاري_فرصتونه #کانالونه #پروژې #افغانستان

Share.