د کندز حوزوي روغتون مسؤلین وایي، په دغه روغتون کې د ۱۱ تخصصي او عمومي څانګو له لارې ناروغانو او مراجعینو ته د ورځې او شپې معیاري روغتیايي او درملیز خدمتونه وړاندې کېږي.

د مسؤلینو په وینا، په یاد روغتون کې د ارتوپېډۍ، عمومي جراحۍ، عصبي او رواني ناروغیو، داخله، ماشومانو، ولادي او نسایي برخو ترڅنګ، په یو شمېر نورو تخصصي څانګو کې هم ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د روغتون مسؤلین وایي، هڅه کېږي چې ناروغان او مراجعین پر ټاکلي وخت معاینه او درملنه شي او د اړتیا له مخې ورته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بلخوا، یو شمېر مراجعین د کندز حوزوي روغتون د روغتیايي کارکوونکو له چلند او د ناروغانو د پر وخت معاینې او درملنې څخه خوښي څرګندوي.

د کندز د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، ناروغانو ته د پر وخت رسېدنې او د شمال‌ختیځ زون د خلکو د درملیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه هڅې روانې دي.

د مسؤلینو په خبره، په کندز حوزوي روغتون کې د بېلابېلو تخصصي څانګو فعال پاتې کېدل د کندز ترڅنګ د شمال‌ختیځ زون د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.

#کندز #حوزوي_روغتون #روغتیا #روغتیايي_خدمتونه #عامې_روغتیا #درملنه #ناروغان #شمالختیځ_زون

Share.