د کندز ښاروالۍ مسؤلین وایي، د ۱۴۰۵ مالي کال د انکشافي پلان له مخې، د ښاروالۍ د کتابتون ودانۍ د درېیم پوړ د جوړولو چارې روانې دي.
د کندز ښاروالۍ په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کتابتون ودانۍ لا پراخه شي او د ښار اوسېدونکو ته به د مطالعې، کتاب لوستنې او علمي فعالیتونو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي.
مسؤلین زیاتوي، د کتابتون د درېیم پوړ د جوړولو پروژه د ښار د انکشافي پروژو په لړ کې ترسره کېږي او هڅه کېږي چې د دې ودانۍ له بشپړېدو وروسته، د مطالعې مینهوالو ته لا زیات اسانتیاوې برابرې شي.
دوی وایي، د معیاري کتابتونونو جوړول او پراختیا کولی شي د ښار د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د زدهکوونکو او ځوانانو لپاره د مطالعې او زدهکړې زمینه لا پیاوړې کړي.
#کندز #کندزښاروالۍ #کتابتون #مطالعه #زدهکړه #ځوانان #انکشافي_پروژې #۱۴۰۵ماليکال
