د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته هم د جګړې افغان قربانیان عدالت ته نه دي رسېدلي او مناسب جبران نه دی ورکړل شوی.
دغه سازمان ویلي، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي او ځینې کسان یې شکنجه کړي، خو د عاملانو د حسابورکونې لپاره کافي اقدامات نه دي شوي.
د سازمان په وینا، په ۲۰۱۴ کال کې په میدان وردګو ولایت کې د ۱۸ ملکي وګړو د وژل کېدو په څېر د پېښو عاملان هم تر اوسه محاکمه شوي نه دي.
بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د اسټرالیايي او بریټانوي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د قضیو د څېړنې پر بهیر هم نیوکه کړې او وايي، تر اوسه هېڅ افغان قرباني ته جبران نه دی ورکړل شوی.
#افغانستان #بشري_حقونه #جګړه #عدالت #جبران #ملکي_قربانیان #جنګي_جرمونه
