له هرات څخه د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د بېټریو محموله عربي هېوادونو ته صادره شوه
د هرات ولایت مقام وایي، له دغه ولایت څخه د بېټریو یوه محموله چې دوه میلیونه امریکايي ډالر ارزښت لري، د یوه سوداګریز تړون له مخې عربي هېوادونو ته صادره شوې ده.
د هرات ولایت مقام په خبره، دا د یاد شرکت د تولیداتو څلورمه جوپه ده چې د عربي هېوادونو بازارونو ته لېږل کېږي.
د شرکت مسوولین وایي، دوی د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري او کولی شي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د بېټریو اړتیاوې هم تامین کړي.
دوی زیاتوي، د تولیداتو د کیفیت او ظرفیت له لوړولو سره به بهرنیو بازارونو ته د بېټریو صادرات هم دوام ومومي.
#هرات #بېټري #صادرات #سوداګري #اقتصاد #افغانستان
