کابل ښاروالۍ وايي، د کابل هوايي ډګر څلورلارې د هوايي پل او څلورو دایروي رمپونو د جوړولو طرحه، له تخنیکي او ترافیکي مطالعاتو وروسته وروستۍ شوې ده.

د کابل ښاروالۍ په وینا، د طرحې له مخې به د دې پروژې هوايي پل ۶۲۰ متره اوږدوالی، ۴۴ متره سور او شپږ متره لوړوالی ولري.

مسوولان وايي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د وسایطو د تېرېدو ظرفیت لوړ شي، په سیمه کې به ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمه او د ښاریانو لپاره به د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.

کابل ښاروالۍ زیاتوي، د هوايي پل ترڅنګ به څلور دایروي رمپونه هم جوړ شي، چې د څلورلارې په شاوخوا کې د وسایطو د تګ راتګ د تنظیم او د ترافیکي جریان د ښه کېدو لپاره به مهم رول ولري.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره لازمې تخنیکي او ترافیکي ارزونې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د هوايي پل او دایروي رمپونو د جوړولو چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

#کابل #کابل_ښاروالۍ #هوايي_پل #کابل_هوايي_ډګر #ترافیک #ښاري_پراختیا

Share.