روسي رسنۍ راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه نیم برابره زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په لیدنه کې د سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې د پراختیا او همدارنګه د شمال ـ جنوب نړیوال ترانزیټي دهلیز د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

راپور زیاتوي چې دواړو لورو هوکړه کړې، چې د ګډو اقتصادي او زیربنایي پروژو په اړه به د حکومتونو ترمنځ خبرې دوام وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ به اړیکې لا پراخې شي.

#افغانستان #روسیه #سوداګري #پانګونه #انرژي #ترانزیټ #شمال_جنوب #اقتصاد

Share.