د ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د وزارت په خبره، په لېږدول شویو توکو کې ۳۷۴۴ مټریک ټنه توکي صادر شوي دي.

دغه وزارت وایي، هڅه کوي د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه او د سوداګرو لپاره اړین امکانات برابر کړي او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

#افغانستان #اوسپنې_پټلۍ #حیرتان #اقینه #تورغونډۍ #سوداګري #صادرات #ټولګټو_چارو_وزارت

Share.