د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي، چې په بلخ ولایت کې د «دیپلوماتیک ښارګوټي» په نوم له ۲۶۵۷ جریبه زیاته ځمکه د ځانګړې محکمې د شرعي حکم له مخې دولتي ملکیت تثبیت شوې ده.

برکت‌الله رسولي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د ځانګړې محکمې له لوري د یادې ځمکې حقوقي وضعیت په بشپړه توګه ارزول شوی او له ارزونې وروسته د شرعي حکم له مخې د دې ځمکې دولتي ملکیت تثبیت شوی دی.

د عدلیې وزارت ویاند زیاتوي، چې د «دیپلوماتیک ښارګوټي» په نوم یاده شوې ځمکه له ۲۶۵۷ جریبه زیاته مساحت لري او د ځانګړې محکمې له پرېکړې وروسته یې حقوقي وضعیت د دولتي ملکیت په توګه تثبیت شوی دی.

نوموړي د محکمې د پرېکړې د نورو جزییاتو او د ځمکې د راتلونکي وضعیت په اړه په خپل خپور کړي مطلب کې نور معلومات نه دي ورکړي.

#بلخ #عدلیې_وزارت #دیپلوماتیک_ښارګوټی #دولتي_ملکیت #ځانګړې_محکمه #ځمکه #افغانستان

Share.