د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د دشت ارچي ولسوالۍ په داویانو کلي کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې ۸۰ متره ژوره څاه، د ۵۰ متر مکعب اوبو زېرمه، ۱۱ زره او ۵۳۹ متره پایپغځونه، ۱۹۰ شیردهنونه او ۲۰ سولري تختې شاملې دي.
مسؤولان وایي، د دغې شبکې له بشپړېدو سره د داویانو کلي شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په وینا، د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د پاکو اوبو اړتیا تر یوه بریده پوره او د څښاک اوبو ته د لاسرسي ستونزه به یې کمه شي.
#کندز #دشت_ارچي #داویانو #اوبه_رسونه #سولري_شبکه #یونیسف #پراختیا #افغانستان
