د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د نللیکې له ۱۵۳ کیلومتره مسیر څخه د ۱۵۰.۳ کیلومتره برخې د نللیکې غځولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه ۱۲۲.۳ کیلومتره نللیکه ویلډېنګ او غځول شوې، ۷۱.۵ کیلومتره نللیکه د ځمکې لاندې خښه شوې او د ۳۳ کیلومتره برخې هایدروټېسټ هم بشپړ شوی دی.
وزارت زیاتوي، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې هم روانې دي او تمه ده چې د دې شبکې عملي کارونه په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
#هرات #ټاپي #ټاپي_پروژه #نل_لیکه #ګاز #کانونه_او_پټرولیم #اقتصادي_پراختیا
