د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د افغان تور امارتي شرکت د هڅو او د اړینو چوپړتیاوو د وړاندې کولو په پایله کې، په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د راغلو بهرنیو سېلانیانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
افغان تور امارتي شرکت وايي، د مسلکي لارښودانو یا ګایډانو د برابرولو، د عصري استوګنځایونو او هوټلونو د چمتو کولو او د لېږد رالېږد په موخه د ۵۰ نویو او چټکو موټرو د پېرلو له لارې یې بهرنیو سېلانیانو او ګرځندویانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د یادونې ده چې د یاد ریاست په وینا، د ډاډمن امنیت، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د افغان تور امارتي شرکت لهخوا د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په پایله کې، افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو او ګرځندویانو د راتګ بهیر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.
#افغانستان #سېلانیان #ګرځندوی #افغانتور #ګرځندویصنعت #هوټلونه #سیاحت
