د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې د دغه ولایت په خاناباد، امامصاحب او قلعهزال ولسوالیو کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۳ جریبه ځمکه د چرسو له کښت څخه پاکه کړې ده.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې پر یاده اندازه ځمکه کرل شوي د چرسو بوټي له منځه وړل شوي دي.
مسوولین وايي، دغه عملیات د نشهیي توکو د کښت، پېر او پلور او قاچاق د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
د کندز امنیه قوماندانۍ ټینګار کوي، چې د نشهیي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره به خپلو عملیاتو او هڅو ته دوام ورکړي.
#کندز #چرس #نشه_يي_توکي #د_نشه_يي_توکو_پر_وړاندې_مبارزه #خان_اباد #امام_صاحب #قلعه_زال
