د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، اسلامي امارت له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.

بلخي له «سي‌بي‌اېس» سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو دي او د دغو شتمنیو کنګل پاتې کېدل د هېواد د خلکو په ګټه نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت به د افغانستان پر بانکي او نظامي شتمنیو معامله ونه کړي. هغه زیاته کړې، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او همکاریو غوښتونکی دی.

د بلخي په وینا، نجونو ته په کور کې زده‌کړه منع نه ده او هغوی کولی شي په انلاین بڼه یا په کور کې د ښوونکو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

#افغانستان #بهرنیو_چارو_وزارت #عبدالقهار_بلخي #امریکا #ډیپلوماټیکې_اړیکې #مرکزي_بانک #کنګل_شوې_شتمنۍ #تعامل #زده_کړه

Share.