د افغانستان لپاره د بېلاروس نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف، د خپل باورلیک کاپي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر اوګورودنیکوف ته د نوي ماموریت د بریا هیله څرګنده کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د بېلاروس نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره اوسنی فرصت مهم بللی او د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

#افغانستان #بېلاروس #ډیپلوماسي #بهرنیو_چارو_وزارت #دوه_اړخیزې_اړیکې

Share.