د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په راستنېدونکو کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي چې ۵۸۵ تنه یې د ننګرهار د تورخم او ۵۵ تنه د کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي. وزارت وايي، یاد کډوال تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
#افغانستان #پاکستان #افغان_کډوال #راستنېدونکي #تورخم #سپین_بولدک #کډوال #ننګرهار #کندهار #راستنېدنه
