په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کې د یو شمېر افغان کډوالو د شتمنیو د لیلام موضوع یې له اړوندو پاکستاني ادارو سره شریکه کړې ده.
یاد سفارت زیاتوي چې تېره ورځ جمعه، یو پلاوی چکوال ته تللی او د افغان کډوالو شتمنۍ یې له نږدې کتلي دي.
دغه راز د سفارت پلاوي د دې موضوع د قانوني حل په اړه له سیمهییزو چارواکو سره خبرې کړې دي
د سفارت په وینا، سیمهییزو چارواکو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او موضوع تر څار او تعقیب لاندې ده.
#افغانستان #پاکستان #افغان_کډوال #چکوال #کډوال #شتمنۍ #لیلام #افغان_سفارت #پنجاب #اسلام_اباد
